په ننګرهار ، لوګر او پکتيا ولايتونو کې چاودتو ګن شمير کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان په ۳ ولايتونو کې چاودنې وشوې

961870
په ننګرهار ، لوګر او پکتيا ولايتونو کې چاودتو ګن شمير کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې چاودنه وشوه. 

د ننګرهار ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه په کامې ولسوالۍ کې د ننګرهار د ولايتي شورا په غړي شوې ده. 

پدې بريد کې د ولايتي شورا غړی افتخار مومند ټپي شوی او ساتونکو ته ييذهم مرګ ژوبله اوښتې ده. 

همداشان په پکتيا ولايت کې چاودنې يو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان کړي دي. 

د پکتيا ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د ځاځي اريوب ولسوالۍ د علي خيلو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. 

د بله پلوه په لوګر ولايت کې هم د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی. 

د لوګر ولايت امنيتي سرچينو خبري رسنيو ته ويلي دي چې د ياد شوي ولايت په مرکز کې د مقناطيسي بم په چاودنه کې دوه تنه مړه او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د ويلو ده چې طالبانو د پسرلي د رارسيدو سره سم د بريدونو کچه د پام وړ لوړه کړې ده.



اړوند خبرونه