د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
کابل نن سهار زورورې چاودنې ولړزو
960858
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
ځانمرګی برید د کابل ښار د شش درک په سیمه کې شوی دی . برید نن د سهار په وختي ساعتونو کې د موټر سایکل پر مټ شوی دی .
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي د برید په پخلي سره خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید نن د سهار په وختي ساعتونو کې د شش درک په سیمه کې شوی دی.
د برید د هدف او مرګ ژوبلې په اړه يي څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.