د افغانستان په سویل کې د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.
په کندهار کې چاودنه وشوه
953883
د افغانستان په سویل کې د کندهار په ولایت کې چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د نوموړي ولایت د پوله ساتو ځواکونو چټک غبرګون د قطعي د قومندان جانان افغان په موټر شوې ده .
د کندهار ولایت پولیسو ویلي دي چې پيښه د پولیسو د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د جي بابا په سیمه کې رامنځته شوې ده .
چاودنه په ځايي وخت د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې شوې ده . په چاودنه کې قومندان جانان افغان د خپلو دریو تنو سرتیرو سره ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.