د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.
په روداتو ولسوالۍ کې چاودنه وشوه
922709
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې د روداتو په ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو پر خلاف د پاڅون کوونکو د موټرو په کتار د ماین چاودنه وشوه.
پدې پیښه کې ۴ تنه پاڅون کوونکي مړه او دوه تنه نور ټپيان شول.
هغه ویلي دي چې د برید مسئولیت د حکومت مخالفو ډلو په غاړه اخیستی دی.
مشرقیوال ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د پيښې د ځای په شاوخوا کې د برید کوونکو د نیولو او د خپلو اعمالو په سزا د رسولو په خاطر عملیات پيل کړي دي.
هغه ویلي دي چې پيښه پرون رامنځته شوې ده . د ټپیانو روغتیايي حالت هم ښه ندی.