د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
په کابل کې چاودنه وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
چاودنه د کابل د پولیسو د نهمې حوزې په مربوطاتو کې شوې دی.
د کابل نه د ترلاسه شو معلوماتو له مخې پیښه د پلازمینې کابل ختیځ لورې ته قابل بای په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د کابل د پولیسو نهمې حوزې د پیښې پخلی کړی دی خو د جزیاتو ورکولو نه ډډه کوي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د بهرنیو ځواکونو په قراردادي موټر کې شوې ده . هغه ویلي دي چې پدې موټر کې د مخکې نه چاودیدونکي مواد ځای په ځای شوي وو چې د قابل بای سیمې ته د رسیدو سره وچاودیدل.
هغه په پيښه کې د ۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې پدې پيښه کې یو تن مړ او ګڼ شمیر نور کسان ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان د روغتیا د وزارت ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې یو تن مړ او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. دا برید په کابل کې د سولې د پروسې د کنفرانس نه یواځې دوه ورځې وروسته رامنځته شو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پدې کنفرانس کې طالبانو سره پرته د قید او شرطه د سولې د مذاکراتو تیاري ښودلې وه. ولسمشر غني ویلي وو چې دوی چمتو دي چې طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپیژني.