د کابل تر ټولو په مهم هوټل ډله ایز برید وشو

په کابل کې د انټرکانټنینټل په هوټل ډله ایز برید وشو

893017
د کابل  تر ټولو په مهم  هوټل  ډله ایز برید وشو

 

د افغانستان په پلازمینه  کابل کې  د انټرکانټنینټل  پر  هوټل ډله ایز برید وشو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د کابل په ځايي‌ وخت د ماسخوتن  د نهو  بجو په شاوخوا کې  د کابل  تر ټولو  په لوکس  او مهم  هوټل  ډله ایز برید وکړ.

د ترلاسه شوي‌ رپوټ  له مخې  څلور تنه برید کوونکي‌ هوټل ته ننوتي‌ دي‌ او پر میلمنو بریدونه کوي.

ویل کیږي‌  ځانګړي‌ ځواکونه  سیمې ته رسیدلي‌ او د برید کوونکو سره په نښته کې  ښکیل  دي.

امنیتي‌  سرچینو ویلي‌ دي‌ چې  یو تن ځانمرګی برید کوونکی چې ځان يي  پخلنځي‌ ته رسولی وو  او امنیتي‌ ځواکونو لخوا  له منځه وړل شوی دی.

د هوټل  دویم  پوړ  اور اخیستی دی.

همداشان  ځینو خبري رسنیو  تراوسه پورې  پدې برید کې  لږ تر لږه  ۳۵ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو نه  خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه