د بیت المقدس اړوند د امریکا د پریکړې په اړه د افغانستان د حکومت غبرګون
د افغانستان حکومت د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.
د افغانستان حکومت د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هیواد او نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې په درکولو سره بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو او دغه ښار ته د امریکا د سفارت انتقالولو په اړه د امریکا مشرتابه ته ژوره اندیښنه څرګندوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو دې پریکړې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات زیانمند کړي او په منځني ختيځ کې د سولې پروسه د خطر سره مخامخ کړی دی .
د همدې امله پدې اړه هر یو اړخیز اقدام او تصمیم مثبته پایله نه ورکوي. پرته د فلسطین نه هر حل لاره دایمي نده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت ، مسلمان ملت د نړۍ د ټولو مسلمانانو سره یو ځای د یو خپلواکه فلسطیني دولت او د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامینولو غوښتنه کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې بیت المقدس برخلیک د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې او ټولو ادیانو ته د ځانګړي اهمیت له امله باید د نړۍوالو قوانینو، ملګروملتونو سازمان د پریکړو او په نړۍ کې د میلیونونو تنو مسلمانانو د غوښتنو په رڼا کې وټاکل شي. ځکه چې پدې اړه نړۍواله اجماع شتون لري چې د همدې امله د بیت المقدس په اړه هیڅوک یو اړخیزه پریکړه نشي کولی.