په کابل کې د خونړۍ پيښې مخه ونیول شوه.
په کابل کې د ترهګرو پلان شنډ شو
په کابل کې د خونړۍ پيښې مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پلازمینې کابل د پولیسو د لسمې حوزې په مربوطاتو کې چاودیدونکي توکي چې چاودنې ته اماده شوي وو ونیول.
د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې نوموړي چاودیدونکي توکي چې د ګازو په دوو سلنډرونو کې ځای په ځای شوي وو چاودنې ته تیار وو چې ونیول شو.
ملي امنیت ریاست ویلي دي چې د ګازو په دوو سلنډرونو کې ځای په ځای شوي ۵۴ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي نیول شوي دي.
ترهګرو غوښتل چې د کابل د لسمې حوزې په مربوطاتو کې ددې چاویدونکو توکو سره چاودنه وکړي او یو ځل بیا د کابل خلک د غم په ټغر کینوي چې له نیکه مرغه هدف ته د رسیدو نه مخکې ونیول شول.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم په کابل کې د خونړۍ پیښې مخه نیول شوې وه. د کابل پولیسو د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د صوفي عشقري په زیارت کې بم چې د بې ګناه انسانانو د وژلو په خاطر ځای په ځای شوی وو کشف او شنډ کړ.
ملي امنیت دا ندي ویلي چې ددې چاویدونکو توکو په تړاو يي څوک نیولي دي او که نه.