په کابل کې د خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه
ترهګرو غوښتل چې یو ځل بیا کابل په وینو ولړي چې له نیکه مرغه مخه يي ونیول شوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ترهګرو غوښتل چې په یو زیارت کې بې ګناه او مظلوم انسانان په قتل ورسوي چې پلان يي شڼډ شو.
د کابل امنیتي ځواکونو د پولیسو د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې په یو زیارت کې د چاودنې په خاطر ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي ونیول.
د کابل د امنیتي سرچینو د خبر له مخې ترهګرو دا ځل د صوفي عشقري په زیارت کې په بې ګناه انسانانو د برید هوډ درلود چې له نیکه مرغه مخه يي ونیول شوه.
امنیتي ځواکونو د صوفي عشقري په زیارت کې چاودیدونکې توکي، د ګازو ډبه او بم سیستم چې د لرې نه د ټیلیفون په واسطه عیار شوی وو کشف او شنډ کړل.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په کابل کې په ځانګړې توګه په جوماتونو او زیارتونو کې بریدونو کچه لوړه شوې ده .
په جوماتونو او زیارتونو ډیری بریدونه د داعش ترهګرې ډلې لخوا ترسره کیږي. داعش د روان میلادي کال په ترڅ کې څو ځله په کابل کې په جوماتونو د بریدونو سره په سلګونو تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.