د افغانستان د میدان وردګو په ولایت کې  د پولیسو په روزنیز مرکز ډله ییز برید وشو.

په میدان وردګ کې د پولیسو په روزنیز مرکز ډله ییز برید وشو

842964
د افغانستان د میدان وردګو په ولایت کې  د پولیسو په روزنیز مرکز ډله ییز برید وشو.

د افغانستان د میدان وردګو په ولایت کې  د پولیسو په روزنیز مرکز ډله ییز برید وشو.

د برید مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د میدان وردګ ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې  طالبانو تیره شپه  د پولیسو په روزنیز مرکز ډله ییز برید وکړ چې  د افغان ځواکونو لخوا په شا وتنبول شو.

طالبانو  تیره شپه  په ناوخته ساعتونو کې  د میدان وردګ ولایت  د سید آباد په ولسوالۍ کې د توپ دښتې په سیمه کې  د پولیسو په روزنیز مرکز  پراخه بریدونه وکړل چې د سخت ځوابي برید سره  مخامخ شول.

د میدان وردګ  د ولایت د امنیې قومندان  فهیم   قایم خبري رسنیو ته وویل چې طالبانو  تیره شپه  د ۶ بجو په شاوخوا کې  د ملي پولیسو په روزنیز مرکز  ډله ییز برید وکړ. هغه وویل چې  لومړی  طالبانو د مرکز په نظام قراول  ځانمرګی برید وکړ  او وروسته  نورو  ترهګرو  په بریدونو لاس پورې کړ.

هغه وویل چې  پولیسو  په ډیرې زړورتیا  او سمدلاسه په ځوابي بریدونو پیل وکړ  او ۱۵ تنه برید کوونکي د خپو وغورځول.

هغه وویل چې  د لومړنۍ چاودنې نه وروسته  ۳ تنو نورو ځانمرګیو برید کوونکو غوښتل چې  مرکز ته داخل شي چې هدف ته د رسیدو نه مخکې ووژل شول.

د بله پلوه  طالبانو بیا  پدې برید کې  افغان پولیسو ته  د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .

د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  تیره شپه  په میدان وردګو ولایت کې د ملي پولیسو په روزنیز مرکز  برید وکړ چې په پایله کې  پولیسو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد ویلي دي چې  لومړی  د یو تن  ځانمرګي برید لخوا د مرکز په دخولي دروازې برید وشو او وروسته  بل برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه بار موټر د مرکز په منځ کې وچولو. مجاهد ویلي دي چې دا برید پداسې حال کې ترسره شوی دی چې پولیس د ماښام ډوډۍ لپاره طعام خانې ته تللي وو. مجاهد ویلي دي چې برید د ۸ تنو لخوا شوی وو چې د برید نه وروسته ژوندي  بیرته  ستانه شوي دي

خو  د میدان وردګو ولایت  د امنیې قومندان بیا  د طالبانو ادعاګانې  رد کړي دي او ویلي دي چې  پدې برید کې ۱۵ تنه  برید کوونکي له منځه وړل شوي دي. هغه ویلي دي چې افغان ځواکونو ته پدې برید کې  ځاني زیان ندی اوښتی. افغان ځواکونو  د طالبانو د هیلو پر خلاف  په ډیرې چټکۍ سره  په ځوابي  برید  لاس پورې کړ او دښمن يي  له منځه یوړ.

طالبانو پداسې حال کې  پرون  شپه  دا برید وکړ چې  تیره ورځ داعش ترهګرې ډلې  په پلازمینه کابل کې د شمشاد په نامه د خصوصي تلویزیون په عمومي مرکز  ډله ییز برید وکړ. پدې برید کې  یو تن مړ  او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي وو.



اړوند خبرونه