په هرات کې د طالبانو په یوې سترې غونډې هوايي برید وشو.
په هرات کې طالبانو ته ستر ګوزار ورکړ شو
833852
په هرات کې د طالبانو په یوې سترې غونډې هوايي برید وشو.
د هرات ولایت چارواکیو ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د چشت ولسوالۍ د درې تخت په سیمه کې د طالبانو په یوې ډیرې سترې غونډې چې تر ۳۰۰ تنو ډیرو پکې ګډون کړی وو هوايي برید شوی دی .
د هرات ولایت د والي د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پدې برید کې طالبانو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.
په خبرپاڼه کې پدې هوايي برید کې د وژل شوو طالبانو د دقیقه شمیره نده ښودل شوې.
خبرپاڼې زیاته کړې ده چې د هوايي برید هله وشو چې د هرات امنیتي ځواکونو د چشت په ولسوالۍ کې د طالبانو د سترې غونډې په اړه استخبارات ترلاسه کړ.
دا ویل شوي ندي چې برید د افغان او که د بهرنیو ځواکونو لخوا شوی دی.
طالبانو د هرات د چارواکیو د ادعا په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.