د افغانستان د غزني ولایت د چغتو ولسوالۍ د امنیې نوی قومندان هم ووژل شو.
په غزني کې د پولیسو جګپوړی مامور ووژل شو
د افغانستان د غزني ولایت د چغتو ولسوالۍ د امنیې نوی قومندان هم ووژل شو.
د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري خبري رسنیو ته وویل چې د چغتو ولسوالۍ د امنیې نوی قومندان میرا جان د یو بمي برید په ترڅ کې ژوند د لاسه ورکړ.
هغه وویل چې د میراجان په لاره کې بم ځای په ځای شوی وو چې د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه چول شوی دی.
په برید کې میراجان ژوند د لاسه ورکړی او یو تن ساتونکی ټپي شوی دی.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست.
د طالبانو ویاند ویلي دي چې برید ددوې لخوا شوی دی او په برید کې د امنیې قومندان سربیره د هغه ۴ تنه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د یادې شوې ولسوالۍ پخوانی د امنیې قومندان اسحاق جلیلي ۸ ورځې مخکې په یو بمي برید کې ژوند د لاسه ورکړی وو.
د هغه د مرګ نه یواځې اته ورځې وروسته نوی د امنیي قومندان هم ووژل شو.