په تګاب کې طالبان د خپل ماین ښکار شول.
طالبان د خپل ماین ښکار شول
807354
په تګاب کې طالبان د خپل ماین ښکار شول.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د کاپیسا په ولایت کې دوه تنه طالب اورپکي د خپل ماین ښکار شول.
د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې دوه تنه طالب اورپکي په لویه لاره کې د ماین د خښولو په پر مهال په چاودنه کې ووژل شول.
پیښه هله رامنځته شوه چې دوو تنو طالب اورپکو د تګاب ولسوالۍ اړوند د لویې لارې د پاسه د ماین خښولو هڅه کوله چې خپل ماین پرې وچاودید.
د سیمې د امنیتي سرچینو د خبر له مخې پدې پیښه کې د قاري محفوظ او بختیار په نامه دوه تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
د ویلو ده چې طالبانو لخوا د لویو لارو د پاسه د خښیدونکو ماینونو ډیری قربانیان ملکي وګړي دي.
همداشان یو زیات وختونه پخپله طالبان هم د خپلو ماینونو ښکار کیږي.