د هند د سینما نامتو اداکارې ځانوژنه وکړه

د هند د سینما مشهورې هنرمندې خپل ژوند ته خاتمه ورکړه

773978
د هند د سینما نامتو اداکارې ځانوژنه وکړه

د هند  د سینما  نامتو لوبغاړې او سندرغاړې  بدیشا بیزبارواه   ځانوژنه وکړه.

د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې  د بالیود د سینما  نامتو ۲۷  کلنې  هنرمندې  تیره ورځ په خپل کور کې  انتحار وکړ  او خپل ژوند ته يي خاتمه ورکړه.

پولیسو  ویلي دي چې  بدیشا د خپل زړوکې سره  ځان په چت کې  ځوړند کړی او ځان وژنه يي کړې ده .

د ویلو ده چې  د هندوستان د سینما  دې نامتو لوبغاړې  او سندر غاړې  یو څه موده مخکې  د کترینه  کیف  او رنبیر کپور سره  د جګاجاسوس په نامه  په فلم کې  رول  اخیستی وو.

د ویلو ده چې  بدیشا  په فلمونو کې  د کار کولو  سربیره  نامتو سندغاړې او په تلویزیونو کې  نطاقي  هم  کوله.

د بله پلوه  د بدیشا  کورنۍ  بیا د هغه د مړینې پړه د هغه په میړه  نشیت جها  اچولې ده . د هغه  کورنۍ  ویلي دي چې  پوره باور لري چې  بدیشا  ځان وژنه نده کړې . هغه  د نشیت جها لخوا  وژل شوې ده  او دې  قتل ته  د ځان وژنې  رنګ ورکړ شوی دی .

هغوې ادعا کړې ده چې  د  لور  او زوم  ترمنځه يي  مناسبات  ښه نه وو  او زوم يي هغه  ځان وژنې ته  اړ ویستې ده .

د بدیشا  کورنۍ ویلي دي چې  هغې غوښتل  چې  د میړه نه جلا شي  خو  میړه يي  هغه  ځان وژنې ته  اړ ویستله.

هغوې خبري رسنیو ته وویل چې  څو ځلې  بدیشا ته  ټیلیفون وکړ خو هغې ځواب ورنکړ. وروسته يي تشویش  پیدا شو او پولیسو ته يي خبر ورکړ . کله چې  پولیس د هغه کور ته لاړل  د کور دروازه  د دننه خوا  نه  تړلې وه. پولیسو دروازه ماته کړه او دننه شول.

بدیشا  د خپل زړوکي  سره  ځان په چتي  پکي کې ځوړند کړی او خپل ژوند ته يی خاتمه ورکړې وه.

پولیسو ویلي دي چې د بدیشا  په جسد کې  کوم شکمن  جسم  یا  ټپ  ندی  لیدل شوی  خو د هغې د کورنۍ د ادعاګانو له امله يي د هغې میړه  نیولی دی او تحقیقات ترینه  روان دي.


پيوندونه: #هند , #بالیود سینما

اړوند خبرونه