د آريانا نړيوال ټلوېزيون ته نقدي سزا

په انګلستان كې يوې ادارې د آريانا نړيوال ټلوېزيون ته چې په دې هېواد كې خپرونې لري، د ترهګرۍ  د پروپاګند له امله ۲ سوه زره پونډه نقدي سزا وركړې ده.

768154
د آريانا نړيوال ټلوېزيون ته نقدي سزا

 

په انګلستان كې يوې ادارې د آريانا نړيوال ټلوېزيون ته چې په دې هېواد كې خپرونې لري، د ترهګرۍ  د پروپاګند له امله ۲ سوه زره پونډه نقدي سزا وركړې ده.

د آريانا نړيوال ټلوېزيون ته ځكه سزا وركړل شوې ده چې په نشراتو كې يې د محمد رياض په نامه د هغه ترهګر د پروپاګند ويډيو خپره كړې ده چې په جرمني كې يې په يو اورګاډي كې خلك په چړې وهلي ول.

محمد رياض پدې ويډيو كې په پښتو ژبه جرمنيانو ته ګواښ كړى وو چې د چړې او تبرګي په واسطه به يې ووژني.

د آريانا نړيوال ټلوېزيون دا ۲ دقيقه ايي ويډيو خپره كړې وه چې له مخې يې د انګلستان د قوانينو نه سرغړونه بلل شوې ده.

د آريانا په خبر كې له بريده وروسته د هغه اورګاډي انځورونه هم خپاره شوي ول چې وينې په كې ليدل كېدلې.

دا په داسې حال كې ده چې په افغانستان كې رسنيز ارګانونه د پروپاګند دا ډول ويډيوګانې تل خپروي.



اړوند خبرونه