حكمتيار: تركي ولس د اسلامي نړۍ د افتخار سرچينه ده.
په افغانستان كې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار د نړيوالو خبري رسنيو ترمېنځ د لومړي ځل لپاره د تركيې د انادولو خبري آژانس سره مركه وكړه.
حكمتيار چې د انادولو د خبري آژانس پوښتنو ته ځوابونه ويل، څرګنده كړه چې د اسلام دښمنانو افغانان نه د سولې او نه هم د جګړې پر مهال آرام پرې ايښي دي، په دواړو حالاتو كې يې قرباني وكړې ده. نوموړي زياته كړه چې اوس هم د جګړې په دواړو برخو كې وينه توييږي، هيله لري داسې وخت راشي چې نوره د افغانانو وينه توى نشي.
ګلبدين حكمتيار په افغانستان كې د روانې جګړې پړه پر پخواني شوروي اتحاد واچوله او څرګنده يې كړه چې اوسنۍ جګړې د شوروي د يرغل ميراث دى. د نوموړي په وينا هغه مهال د مسكو تر مشرۍ لاندې جګړه وه او نن د واشنګټن تر مشرۍ لاندې جګړه روانه ده.
د حزب اسلامي مشر يو ځل بيا ټينګار وكړ چې په واك كې د شراكت لپاره لېوالتيا نه لري او د اوسني نظام نه د هېڅ ډول شرط پرته ملاتړ كوي.
حكمتيار همداراز څرګنده كړه چې `` تركي ولس د اسلامي نړۍ د افتخار سرچينه ده. د جولاى په ۱۵مه نېټه د كودتا د اقدام پر وړاندې د تركي ولس استقامت د وياړ وړ دى. تركانو نړيوالو ته وښودله چې څومره پياوړي دي. تركي ولس د اسلامي نړۍ د مشرتابه لياقت لري. موږ به هم د تركيې د شانداره تاريخ د ساتنې او دوام په برخه كې دوى ته دعا كوو.``
د يادولو وړ ده چې حكمتيار د لومړي ځل لپاره يو نړيوال خبري آژانس سره مركه كوي.