د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا  نښته وشوه.

دا ځل په پکتیکا ولایت کې د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه

730988
د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا  نښته وشوه.

د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا  نښته وشوه.

د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو  دا ځل  د  پکتیکا ولایت د برمل په سیمه کې نښته کړې ده .

د  پکتیکا ولایت د امنیتي چارواکیو په وینا  نښټه  د برمل د انګور اډې په سیمه کې شوې ده .

د پکتیکا ولایت د پولیسو یو تن مشر  دادالله هوتک  خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه  د برمل سیمې انګور اډې په سیمه کې  د افغان پوله ساتو او پاکستاني ملیشو ترمنځه نښته وشوه.

هغه وویل چې نښتې څه باندې  ۳ ساعته دوام وکړ. د هغه په وینا پدې نښته کې افغان لوري ته ځاني زیان ندی اوښتی.

هغه ویلي دي چې نښته هله پیل شوه چې  پاکستاني ملیشو په افغان پوله ساتو او امنیتي پوستو  ډزې وکړې. افغان پوله ساتو  په ځوابي بریدونو لاس پورې کړ.

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې پاکستاني ملیشو ته  مرګ ژوبله اړولې ده خو  د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره  معلومه نده.

د سیمې اوسیدونکو  ویلي دي چې نښته  د شپې په ۸ بجو پيل او  تر ۱۱ بجو يي دوام وکړ.



اړوند خبرونه