د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا ومنله.
د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا وکړه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا ومنله.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالله حبیبې او لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم استعفا ومنله.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز پداسې حال کې له خپلو دندو استعفا وکړه چې د تیرې جمعې په ورځ طالبانو د بلخ ولایت په ۲۰۹م شاهین قول اردو د ډله ییز برید سره تر ۱۵۰ تنو ډیر افغان سرتیري ووژل.
د دفاع وزیر او لوی درستیز تیره ورځ ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړه چې نن د ولسمشر لخوا ومنل شوه.
د بله پلوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴ قول اردوګانو قومندانان تبدیل او پر ځای نوي کسان تعین کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د ۲۰۳، ۲۰۵ ، ۲۰۷ او ۲۰۹ مو قول اردوګانو قومندانان تبدیل او پر ځای نوي کسان ټاکل شوي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ۲۰۷ قول اردو قومندان برید جنرال امان الله د ۲۰۹ م شاهین قول اردو قومندان په توګه او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان تورنجنرال مهمند د لوی درستیزوالۍ د احتیاط په بست کې ټاکلي دي.
د خبرپاڼې له مخې د ۲۰۳ یم تندر قول اردو قومندان برید جنرال محمد ناصر د ۲۰۷مې ظفر قول اردو قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
همداشان د دویمې ضربتي لوا قومندان امام نظر د ۲۰۵ مې اتل قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
د ۲۰۵ مې تل قول اردو قومندان تورنجنرال داوود شاه احتیاطي بست کې ټاکل شوی دی.
همداشان د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویمې لوا قومندان عبدالواسع د ۲۰۳یمې تندر قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.