د افغانستان په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
په افغانستان کې داعش ترهګرې دلې ته ستر ګوزار ورکړ شو
717449
د افغانستان په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.
ملي دفاع وزارت ویلي دي چې تیره شپه يي د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه داعشیان وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا لخوا په اچین ولسوالۍ کې د خپل تر ټولو د لوی او زورور بم یا د بمونو د مور د کارولو نه وروسته په یاده شوې سیمه کې د داعش پر خلاف مځکني عملیات هم پیل شوي دي.