د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
د ننګرهار پولیسو د خونړۍ فاجعې مخه ونیوله.
708980
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
د ننګرهار ولایت پولیسو د یاد شوي ولاید د غني خیلو ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو نه بار یو موټر ونیو.
د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې نوموړی موټر د غني خیلو ولسوالۍ د ۲۵مې ویالې په سیمه کې پداسې حال کې ونیول شو چې د خونړي برید په خاطر اماده شوی وو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هیواد دښمنانو غوښتل چې د نوموړي موټر سره په جلال آباد یا کابل ښار کې خونړی برید وکړي خو خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه د مخه د امنیتي ځواکونو د دقت په پایله کې ونیول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې موټر کې د چاودیدونکو توکو نه ډکې څلور بوشکې او ۱۲ دیګ بخارونه ځای په ځای شوي وو.
نیول شوی موټر په کنټرولي ډول له منځه وړل شوی دی.