د افغانستان د لسمشرۍ ماڼۍ به د لسو ورځو په دننه کې ۶ تنه نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سرچینې ویلي دي چې ارګ په راتلوونکي اوونۍ کې ۶ تنه وزیران د اعتماد د رای د اخیستو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سرچینې ویلي دي چې ارګ په راتلوونکي اوونۍ کې ۶ تنه وزیران د اعتماد د رای د اخیستو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کوي.
سرچینې ویلي دي چې ارګ به د بهرنیو چارو ، کرنۍ او مالدارۍ، مالیې، سرحداتو او قبایلو چارو ، کانونو او پټرولیم او پارلماني چارو د وزارت خانو لپاره نوي نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې مالیې اوسنی وزیر اکلیل حکیمي د بهرنیو چارو وزارت لپاره، جیلاني پوپل د مالیې د وزارت لپاره، فاروق وردګ د پارلماني چارو د وزارت لپاره، میرمن نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره،سلیمان کاکړ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لپاره او غلام نبي فراهي د قومونو او قبایلو د وزارت لپاره نوماند ټاکل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان ولسي جرګې د روان لمریز کال د لړم په میاشت کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د ځینو وزیرانو نه د باور رای بیرته واخیسته. د افغانستان ولسي جرګې د ارګ نه د یادو شوو وزیرانو پر ځای نوي نوي کسان دوی ته د معرفي کولو غوښتنه کړې ده .
د بله پلوه د نوموړو نوماند وزیرانو نه ځینو د پژواک خبري اژانس ته ویلي دي چې د نوي لمریز کال د وري تر اومې نیټې به دوی ولسي جرګې ته معرفي کړی شي.