په ننګرهار كې د داعش هدفونه ويشتل شوي دي.
د ننګرهار د ولايت د اچين د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې په هوايي عملياتو كې لږ تر لږه ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
692337
د ننګرهار د ولايت د اچين د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې په هوايي عملياتو كې لږ تر لږه ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي څرګنده كړه چې د ناټو اړوند د بې پيلوټه الوتكو په بريدونو كې ۱۷ تنه وژل شوي چې ټول يې بهرنيان دي.
په پېښه كې ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.