په هندوستان کې د افغانستان سفیر د ټرامپ د پالیسۍ نه ملاتړ وکړ
په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو د نوي ولسمشر دونالډ ټرامپ د کړونو او پالیسۍ نه ملاتړ وښود.
په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو د نوي ولسمشر دونالډ ټرامپ د کړونو او پالیسۍ نه ملاتړ وښود.
هغه وویل چې کومه پالیسي چې د ټرامپ لخوا غوره شوې ده د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې او ترهګرو د مخنیوي په خاطر دا یواځنۍ لار ده.
په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي دا څرګندونې پرون په نوې ډیلۍ کې په یو سیمینار کې وکړې.
هغه په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې نن ورځ د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه ترهګري او افراطیت دی. په امریکا کې د ټرامپ په مشرۍ اداره غواړي چې دا ستونزه له منځه یوسي. ددې ستونزې ریښې وچې کړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ په دندې د پیلولو نه سمدلاسه وروسته هیواد ته د ۷ اسلامي هیوادونو په سفر کولو بندیز ولګو. ټرامپ د اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره د عراق، ایران، سوریې، سوډان، سومالي، یمن او لیبیا په وګړو امریکا په ننوتو موقتي بندیز ولګو.
ټرامپ ویلي وو چې دا بندیز به تر هله دوام وکړي چې په هیواد کې د کډوالۍ په قانون بیا کتنه وکړي.
د ټرامپ دې پریکړې په نړۍ او خپله امریکا کې سخت غبرګونونه وپارول. د ویلو ده چې د امریکا د واشنګټن ایالت د سیټل د ښار فدرال قاضي د ټرامپ د فرمان د ځنډولو حکم وکړ.
د ټرامپ ادارې وروسته د فدرال قاضي د حکم د ماتولو په خاطر استیناف محکمې ته مراجعه وکړه خو استیناف محکمې هم د ټرامپ وړاندیز رد کړ.