د داعش پر وړاندې هوايي عمليات

د افغانستان په ختيځ كې د ننګرهار د ولايت په مربوطاتو كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې په هوايي عملياتو كې لږ تر لږه ۵۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

582927
د داعش پر وړاندې هوايي عمليات

 

د افغانستان په ختيځ كې د ننګرهار د ولايت په مربوطاتو كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې په هوايي عملياتو كې لږ تر لږه ۵۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ويل كيږي چې د وژل شوو ترهګرو ترمېنځ بهرنيان هم شامل دي.

د دفاع د وزارت د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس په هوايي عملياتو كې د داعش د وسلو او مهماتو يو ډيپو هم ويجاړ شوى دى.

دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې د همدې ولايت د شينوارو په سيمه كې بهرنيو الوتكو پر ملكي وګړو بمباري كړې وه چې په كې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي ول.



اړوند خبرونه