پاكستان ته د افغانستان خبردارى
افغان حكومت پرېكړه كړې چې د پاكستاني لاريو پر وړاندې خپلې سرحدي دروازې وتړي.
دا پرېكړه وروسته له هغه شوې ده چې پاكستان د افغانستان د تازه مېوې د محصولاتو د صادرولو د مخنيوي په موخه په سوېل لوېديځ كې د واګه بندر وتړلو.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس كه چېرې د افغانستان د مېوو او نورو محصولاتو د صادراتو پر وړاندې د پاكستان دروازې تړلي پاتې شي نو تر دې وروسته به افغانستان هم هغو ترانزيتي لاريو ته اجازه ورنكړي چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسيا ته ددې هېواد توكي ولېږدوي.
د ولسمشرۍ د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي بي بي سي ته ويلي دي چې پاكستان په منځنۍ آسيا كې د څلور لاري په توګه د افغانستان د رول مخنيوى كړى دى. د نوموړي په وينا د نورو ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د همكارۍ چارې روانې دي. تر اوسه پورې د تركمنستان، چين او ايران هېوادونو د اورګاډي پټلۍ د افغانستان شمالي او غربي سرحدونو ته را رسېدلې دي.
د بله پلوه د هندي چارواكو سره د ولسمشر اشرف غني د خبرو اترو وروسته هند دې ته تيار شوى دى چې د افغانستان مېوې او نور محصولات د ماليې د اخيستلو پرته وارد كړي.
تر اوسه پورې پاكستاني مقاماتو د افغان حكومت ددې اقدام په اړه څه نه دي ويلي.