د کابل د خونړي بريد په اړه د تركيې غبرګون
د تركيې د بهرنيو چارو وزارت په كابل كې د لاريون پر مهال د خونړي ترهګري بريد له امله په خپره كړې اعلاميه كې افغانانو ته خواشينۍ ژور مراتب وړاندې كړي دي.
536362
د تركيې د بهرنيو چارو وزارت په كابل كې د لاريون پر مهال د خونړي ترهګري بريد له امله په خپره كړې اعلاميه كې افغانانو ته خواشينۍ ژور مراتب وړاندې كړي دي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې `` په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې په پلازمېنه كابل كې د يو لاريون پر مهال د ترهګري بريد په پايله كې لږ تر لږه ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى او تر ۲۵۰ تنو زيات ټپيان دي. دا بريد په كلكه غندو. د بريد قربانيانو ته د الله ج نه د مغفرت غوښتنه كوو او ټپيانو ته عاجل روغتيا هيله لرو. يو ځل بيا افغان حكومت او ورور ملت ته تسليت وايو.``
په اعلاميه كې راغلي دي چې تركيه پدې باور لري چې ترهګر به هېڅكله هم د معصومو انسانانو د وژلو سره خپلو موخو ته ونه رسيږي. د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د افغان حكومت او ورور ملت سره تل اوږه په اوږه ولاړ يو.``