امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو هوډ نلري

اوباما ویلي دي چې د افغانستان نه به خپل سرتیري ونه باسي

525371
امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو هوډ نلري

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  وویل چې  د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو هوډ نلري. هغه وویل چې  په افغانستان کې د موجودو حالاتو له امله به ددوی  د ۸۴۰۰ تنو سرتیرو ماموریت دوام  وکړي.

د امریکا  ولسمشر باراک اوباما  ددینه مخکې ویلي وو چې  په افغانستان کې به د خپلو سرتیرو شمیره  د ۹۸۰۰ تنو نه  ۵۵۰۰ تنو ته  راټیټه کړي.

باراک اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته  وویل چې  لږ تر لږه  د خپلې مشرۍ په دوره کې به  د افغانستان نه  امریکايي سرتیري بهر نکړي. هغه وویل چې  امریکايي ځواکونه به  د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو روزنې  مشورتي پروګرامونو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې  په افغانستان کې موجودو حالاتو ته په کتو سره  نشي کولی چې  امریکايي سرتیري وباسي. هغه وویل چې  ۸۴۰۰ تنه  سرتیري به  خپل پوځي ماموریت ته دوام  ورکړي.

دا سرتیري به د افغان ځواکونو د روزنې  او سلاکارانو سربیره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر خلاف په مبارزه کې د افغان ځواکونو نه فزیکي ملاتړ هم وکړي.

په عملیاتو کې به ورسره مرسته او ملاتړ وکړي.



اړوند خبرونه