د طالبانو د عسکري شورا غړی په پیښور کې ووژل شو
د طالبانو د عسکري شورا غړی قاري سید مراد د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو
په پاکستان کې د افغاني طالبانو یو جګپوړی چارواکی د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور کې د افغاني طالبانو جګپوړی چارواکی قاري سید مراد په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې قاري سید مراد پیښور د ناصر باغ روډ په سیمه کې وژل شوی دی .
برید کوونکي قاري مراد د ناصر باغ روډ په سیمه کې د خپل کور ترڅنګ وژلی دی .
برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی . قاري سید مراد د طالبانو د عسکري شورا غړی وو.
دا لومړی ځل ندی چې د طالبانو جګپوړی چارواکی په پاکستان کې وژل کیږي. یوه لنډه موده وړاندې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور هم په پاکستان کې د امریکا د پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.
طالبانو د قاري سید مراد د وژل کیدو په اړه څه ندي ویلي .