د `حجاب` پر سر د ښځې وژنه

په سويډن كې يوه ۲۲ كلنه  افغانه مېرمن چې د كډوالو په يو كمپ كې يې ژوند كولو وژل شوې ده.

520126
د `حجاب` پر سر د ښځې وژنه

په سويډن كې يوه ۲۲ كلنه  افغانه مېرمن چې د كډوالو په يو كمپ كې يې ژوند كولو وژل شوې ده.

د ځايي پوليسو د وينا په اساس د وژل شوې مېرمن ۲۵ كلن مېړه د قتل په تور نيول شوى دى. ددې هېواد د اكپريسن د ورځپاڼې د خبر په اساس دا ښځه د مېړه لخوا يې زندۍ شوې ده. پوليسو تر اوسه پورې د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د بله پلوه د كډوالو په كمپ كې مېشتو كسانو وويل چې د يكشنبې په سهار باندې د دواړو ترمېنځ لفظي مشاجره شوې ده. يو كډوال بي بي سي ته ويلي دي چې د وژل شوې مېرمن مېړه پېژني او آرام انسان دى. د نوموړي په وينا د دواړو ترمېنځ د حجاب د رعايتولو پر سر شخړه شوې ده چې وروسته يې د مېړه لخوا وژل شوى دى.

سرچينه: بي بي سي


پيوندونه: #حجاب , #سويډن

اړوند خبرونه