طالبانو نوی مشر وټاکه
طالبانو ملا هبت الله اخند زاده د نوي مشر په توګه وټاکه
طالبانو د ملا منصور د مړینې د خبر د تاییدولو نه وروسته د نوي مشر د ټاکلو نه خبر ورکړ . طالبانو ملا هبت الله اخندزاده د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د چارشنبې ورځ د مې ۲۵مه نیټه خبري رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د ملا اختر منصور د مړینې پخلی کړی او د هغه د ځای ناستي د ټاکل کیدو نه خبر ورکړی دی .
د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو شورا د ملا اختر منصور د مړینې نه وروسته د سلا مشورو نه وروسته شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده د هغه د ځای ناستي او مشر په توګه د ټاکلو پریکړه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې شورا مولوي سراج الدین حقانی او مولوي محمد یعقوب د هغه د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
مولوي هبت الله اخندزاده څوک دی ؟
د مولوي هبت الله په اړه ډیر زیات معلومات په لاس کې نشته . د ملګرملتونو د تیر کال د راپور له مخې هبت الله اخندزاده د طالبانو د سترې محکمې ریس وو. مولوي هبت الله په اصل کې نظامي او د جګړې تجربه نلري . نوموړي د قضا په برخه کې د طالبانو د یو مشر په توګه دنده درلوده. د ویلو ده چې مولوي هبت الله د طالبانو د بنسټ ایښودونکو نه یو دی. د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ریس په وینا هغه ۵۶ کاله عمر لري او د جګړې په برخه کې هیڅډول تجربه نلري.
مولوي هبت الله اسلامي زده کړې کړي دي . ځیني برخې وایي چې هبت الله د ملا اختر منصور په پرتله یو اندازه معتدله او منځلاره دی . خو ځیني برخې بیا وايي چې نوموړی وچ ملا دی او طالبانو ته د جګړې فتواګانې هم د همدې لخوا ورکول کیدې. ناهیلې برخې بیا وايي کیدای شي چې د هبت الله د ټاکلو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې مذاکرات په ټپه ودرول شي.
خو ځینې هیله مند برخې بیا وايي چې نوموړی ښې اسلامي زده کړې لري چې د همدې امله د جګړې پر ځای به سولې ته ترجیح ورکړي.
ځیني نور سیاسي کارپوهان بیا وايي دا چې ملا هبت الله نظامي او د جګړې تجربه نلري او د ملا محمد عمر زوی هم لا ډیر ځوان دی د همدې امله نوموړی به سمبولیکه بڼه ولري او اصلي مشري به سراج الدین حقاني کوي. سیاسي کارپوهان وايي دا ځکه چې د حقاني شبکه په طالبانو کې تر ټولو غښتلې او پیاوړې شبکه ده او ډیر زیات نفوذ هم لري.
طالبانو د خپل نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده یو عکس هم خپور کړی دی .