افغان سرتيري د ناټو دوه سرتيري وژلي.
د كندهار په ولايت كې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په يوې هډه كې د افغان سرتيرو په ډزو كې د ناټو دوه تنه سرتيري وژل شوي دي.
486434
د كندهار په ولايت كې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په يوې هډه كې د افغان سرتيرو په ډزو كې د ناټو دوه تنه سرتيري وژل شوي دي. په ځوابي بريد كې هم دواړه بريد كوونكي وژل شوي دي.
په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو د قوماندانۍ د معلوماتو په اساس بريد كوونكو د افغان سرتېرو يونيفورم پر غاړه كړى وو. په بريد كې د وژل شوو سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي خو د سيمه ايزو رسنيو د معلوماتو په اساس وژل شوي سرتيري د رومانيا د هېواد اوسېدونكي ول.
د ناټو محاربوي ځواكونه په ۲۰۱۴م كال كې له افغانستان ووتل خو د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په موخه يو شمېر سرتيري اوس هم په نظامي هډو كې پاتې شوي دي.