د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه  د سولې د مذاکراتو په اړه هلې ځلې  یو ځل بیا ناکامې شوې.

طالبانو د افغان حکومت سره د سولې مذاکرات رد کړل

480607
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه  د سولې د مذاکراتو په اړه هلې ځلې  یو ځل بیا ناکامې شوې.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه  د سولې د مذاکراتو په اړه هلې ځلې  یو ځل بیا ناکامې شوې.

طالبانو چې د قطر د دفتر نه  یو ځانګړې هیت په پټه  د پاکستان پلازمینې  اسلام آباد ته استولی وو  د افغان حکومت سره  د سولې د خبرو اترو په خاطر  شرطونه يي رد کړل.

طالبانو  د سولې د مذاکراتو د پیلولو په خاطر  د اوربند  وړاندیز  رد کړ.

د افغانستان د حکومت  یو تن چارواکي چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله  ویلي دي چې  په اسلام آباد کې  د طالبانو د قطر د دفتر د شهاب الدین دلاور په مشرۍ  د درې کسیز هیت سره  لیدنه وکړه. هغه ویلي دي چې لیدنه کې  طالبانو ته  د قناعت ورکولو  هڅه وکړه خو  کومه نتیجه يي ترلاسه نکړه.

د طالبانو هیت  ویلي دي چې ددوی مشر ملا منصور نه غواړي چې د کابل د حکومت سره د سولې مذاکرات ترسره کړي. ځکه چې هغه پوهیږي چې  د افغان حکومت نه  څه نشي  ترلاسه کولې.

د بله پلوه  د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نافذ ذکریا ویلي دي چې پاکستان  هر ډول  ترهګري  په کلکه توګه غندي. هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د وس او توانه پورې هلې ځلې کوي خو طالبان د سولې د مذاکراتو میز ته  کینول  یواځې  د پاکستان مسولیت  ندی. هغه وویل چې  څلوراړخیزې غونډې  د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر ډیرې هلې ځلې وکړې خو له بده مرغه چې کومه پایله ترینه ترلاسه نشوه. هغه وویل چې دا یواځې د پاکستان ناکامي  نده.

د یادولو وړ ده چې افغان حکومت  او طالبانو د لومړي ځل لپاره د تیر کال د جولای په میاشت کې مخامخ  د سولې مذاکرات پیل کړي ول. د مذاکراتو لومړنی  پړاو  ښه تیر شو خو د دویم  پړاو  د پیلیدو نه یواځې  یوه ورځ مخکې  د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر  د مړینې  پټ  خبر په ډاګه شو او د هغه د مړینې خبر خپور شو. د ملا عمر د مړینې د خبر د خپریدو او په ډاګه کیدو سره  مذاکرات وځنډیدل.

د طالبانو نوي مشر ملا منصور  بیا  د سولې خبرو اترو ته  غاړه نږدي.

د بله پلوه په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم  د چار شنبې په ورځ  پاکستان ته ددوی د هیت  سفر تایید کړ او وویل چې دا هیت  د ملا منصور په هدایت تللی  دی  او ددې سفر نه اصلي موخه  د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو  په اړه خبرې کول ندي.

د بله پلوه  یوه لنډه موده  وړاندې  په پلازمینه کابل کې  د ملي دفاع وزارت ترڅنګ  د ملي امنیت په لسم  ریاست د خونړي  برید نه وروسته  چې له امله يي ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول  افغان حکومت  د طالبانو پر خلاف  د لا قوي جګړې  او سترو عملیاتو  پریکړه وکړه.

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ددې پریکړې نه وروسته په ټول هیواد کې د طالبانو پر خلاف  عملیات پیل شول.

د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې  په روانو عملیاتو کې  د تیرو دوو اونیو په دننه کې د څه باندې  ۲۰۰ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

 



اړوند خبرونه