په کابل کې ښار کې د خونړي برید مخه ونیول شوه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې ښار کې د ترهګریز برید مخه ونیوله
472203
د افغانستان په پلازمینه کابل کې په یو هوټل د برید مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې په یو هوټل د ترهګریز برید د مخنیوي نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې ددوی منسوبینو د حقاني د شبکې یو تن غړی خالد مشهور په سهیل چې په کابل کې ښار کې په یو هوټل د ترهګري برید هوډ درلود خپلې موخې ته د رسیدو نه د مخه ونیول شول.
په څرګندونو کې ویل شوي دي چې برید کوونکي په پام کې لرل چې د دوو کړیو ماینونو نه جوړ شوي ماین سره چې د ټیلیفون په سیستم عیار شوی وو وکړي.
برید کوونکی د بم سره لاس په لاس ونیول شو.