په پروان كې خونړى بريد
د پروان ولايت د غوربند د ولسوالۍ د سياه ګرد په سيمه كې نن سهار خونړۍ چاودنه وشوه.
464670
د پروان ولايت د غوربند د ولسوالۍ د سياه ګرد په سيمه كې نن سهار خونړۍ چاودنه وشوه.
د سيمه ايزو چارواكو په وينا په بريد كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي. د بريد موخه د پوليسو د موټرو كاروان وو چې له سيمې د تېرېدو په حال كې وو. په بريد كې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى او د پېښې قربانيان ټول ملكي وګړي دي.
تر اوسه پورې د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
نور جزييات به وروسته خپاره شي.