په افغانستان کې د امریکا جنګي جیټ الوتکې سقوط وکړ
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکې د الوتنې پر مهال سقوط وکړ
460890
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ویاند د افغانستان د پلازمینې کابل په شمال کې د پروان ولایت د بګرام په هوايي ډګر کې د اف ۱۶ جنګي الوتکې د سقوط نه خبر ورکړ. د پنټاګون ویاند پیتر کوک خبري رسنیو ته وویل چې پدې پیښه کې د الوتکې پیلوټ ژوندی ژغورل شوی دی.
کوک وویل چې پیښه د مارچ په ۲۹ مه نیټه د ماسخوتن د ۸ بجو او ۳۰ دقیقو پر مهال رامنځته شوه.
ویاند ویلي دي چې پیښه د الوتکې د الوتنې پر مهال رامنځته شوې ده . هغه وویل چې روغتیايي پرسونل سمدلاسه سیمې ته ورسید. د بله پلوه د ناټو ځواکونو د پیښې نه ورسته سیمه محاصره کړه .
په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.
نړۍوالو ځواکونو ویلي دی چې د پیښې لامل ناڅرګند دی او په اړه يي څیړنې پیل شوي دي. ناټو ویلي دي چې پیښه د دښمن د برید په پایله کې نده رامنځته شوې.