په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.

په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې یوه درانده ځاني زیانونو اړولو نه خبر ورکړ شوی دی .

438050
په افغانستان کې د داعش  ترهګرې ډلې ته  یو بل ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د داعش پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې په لسګونو تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر خلاف په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې یادې شوې ډلې ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه چې دا عملیات د بې پیلوټه الوتکو لخوا ترسره شوي دي.

خوګیاڼي ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکو د داعش د جنګیالیو په یوې غونډې چې په امنیتي پوستو يي د بریدونو په پلانونو خبرې کولې برید کړی دی .

هغه ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه داعشیان وژل شوي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات يی هم له منځه وړل شوي دي.

خوګیاني ویلي دي چې ددې سربیره امنیتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د داعش پرخلاف په ترسره کړو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۸ تنه داعشیان له منځه وړي دي.

همداشان د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند هم داعش پر خلاف په روانو عملیاتو کې یادې شوې ډلې ته د درندو ځاني زیانونو د اوښتو نه خبر ورکړی دی.

حضرت حسین مشرقیوال د ننګرهار د پولیسو ویاند ویلي دي چې په مځکنیو عملیاتو کې ۲۵ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۸ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه