د ارغنداب په ولسوالئ ډله ایز برید وشو

طالبانو د قندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالئ‌ ډله ایز بریدونه وکړل

367172
د ارغنداب په ولسوالئ ډله ایز برید وشو

طالبانو د افغانستان  د قندهار  ولایت  د ارغنداب په ولسوالئ  ډله ایز بریدونه وکړل. 

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  طالبان  چې  په درندو او سپکو وسلو سمبال ول  لومړی د ولسوالئ  په ودانئ‌ او امنیې قومندانئ‌ ۳ ځانمرګي‌ بریدونه وکړل چې وروسته  نښته پيل شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند  صدیق صدیقي‌ د ټویټر له لارې وویل چې  برید کوونکي‌ د امنیتي‌ ځواکونو لخوا  د خپو وغورځول شول. 

هغه وویل چې  نښته  د ټولو  برید کوونکو په وژلو سره  پایته ورسیده. ویل کیږي‌ پدې  نښته کې  ۵ تنه طالب برید کوونکي‌ وژل شوي‌ او یو تن هم  د ملي‌ اردو  سرتیري‌ ژوند د لاسه ورکړی دی .

د قندهار د والي‌ ویاند  ویلي‌ دي‌ چې پدې  نښته کې  او چاودنو کې  ملکي‌ وګړو ته ځاني‌ زیان  ندی اوښتی. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه