په انقره كې د افغانستان د خپلواكۍ د ورځې لمانځنه

په انقره كې د افغانستان د سفارت لخوا د هېواد د خپلواكۍ د ۹۶يمې كليزې په مناسبت شانداره غونډه جوړه شوه.

373735
په انقره كې د افغانستان د خپلواكۍ د ورځې لمانځنه

د افغان سفير امان الله جيحون په كوربه توب غونډه كې د تركيې د وسله والو ځواكونو لوى درستيز ستر جنرال خلوصي اكار، د لوى درستيز مرستيال، د پليو، هوايي او بحري ځواكونو د عمومي قوماندانيو استازو، د دفاع وزير وجدي ګونول، د چاپېريال او ښار جوړونې وزير ادريس ګولوجه، د بهرنيو چارو پخوانى وزير او په افغانستان كې د ناټو پخوانى ملكي استازى حكمت چتين، د بهرنيو چارود وزارت مرستيال، د يو شمېر سياسي ګوندونو استازو، په انقره كې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو، نظامي اتشو، مقيمو افغانانو او تركانو ګډون كړى وو.
غونډه د افغانستان او تركيې د هېوادونو د ملي سرودونو په اورولو سره پيل او افغان سفير خپله وينا واورله.
جيحون د خپلواكۍ د لارې شهيدانو ته د درنښت په وړاندې كولو سره د افغانستان – تركيې ترمېنځ د اړيكو د شاليد په اړه معلومات وړاندې كړل. جيحون همداراز د ۲۰۰۱ كال راهيسې د افغانستان سره د دوستو هېوادونو د مرستو او همكارۍ او په تېره بيا د تركيې د هلو ځلو نه په قدردانۍ سره يادونه وكړه او د لا زياتو همكاريو د دوام غوښتنه يې وكړه.
په غونډه كې د تركيې د چاپېريال او ښار جوړونې د چارو وزير او د افغانستان – تركيې د همكارۍ د ګډ كميسيون مشر ادريس ګولوجه هم وينا واووله.
ګولوجه هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ تاريخي اړيكو ته په اشارې سره وويل چې افغانستان لومړنى هېواد وو چې د تركيې دولت يې په رسميت وپېژند، په انقره كې يې سفارت پرانيست او د افغان پادشاه امان الله خان د هېواد مشر په توګه تركيې ته سفر وكړ. نوموړي په افغانستان كې د تركيې د مرستو او همكارۍ د بهير په دوام باندې ټينګار وكړ.
د رسمي غونډې په پاى كې ټولو مېلمنو ته د افغاني خوړو مېلمستيا وركړل شوه.
د غونډې په دويمه برخه كې د يو شمېر افغان هنرمندانو په ګډون كوچنى كنسرت هم ګډونوالو ته وړاندې شو.
د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې په انقره كې افغان سفارت د خپلواكۍ ورځ د داسې شاندارې غونډې په ترڅ كې لمانځي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه