په زابل كې د ملي اوردو چورلكه لوېدلې.
د افغانستان د ملي اوردو د سپرلۍ يوه چورلكه د زابل ولايت د شينكۍ ولسوالۍ په مربوطاتو كې لوېدلې ده.
317239
د ملي دفاع د وزارت د څرګندونو په اساس چورلكې د تخنيكي ستونزې له امله سقوط كړى دى.
د اسوشيټېد پرس د خبري آژانس د خبر په اساس په پېښه كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۷ سرتيري وژل شوي دي. د وژل شوو كسانو ترمېنځ ۵ تنه يې پيلوټان دي.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.