افغان ځوان په جرمني کې د بل افغان لخوا ووژل شو

یو تن افغان تنکی ځوان د جرمني په دویم لوی ښار کې د خپل همټولګي بل افغان لخوا په ښوونځي کې ووژل شو

236889
افغان ځوان په جرمني کې د بل افغان لخوا  ووژل شو

یو تن افغان ۱۷ کلن تنکی ځوان د جرمني د هامبورګ په ښار کې په ښوونځي کې د خپل همټولګي لخوا ووژل شو.
د جرمني پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې قاتل او مقتول دواړه افغانان دي او دواړو ۱۷ کلن دي.
د جرمني د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پیښه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د نیلسن مندیلا په لیسه کې رامنځته شوې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید کوونکی د مقتول ټولګي ته د نوتو سره سم په مقتول په ټولګي کې د ۱۵ تنو ترسترګو وړاندې برید کړی دی .
مقتول د برید نه لنډه موده وروسته ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د نوموړې پیښې اصلي لامل معلوم ندی خو ویلي دي چې څیړنې پيل کړي دي .
د بله پلوه د مقتول همټولګیانو پولیسو ته ویلي دي چې قاتل او مقتول د تفریح په ساعت کې لفظي مشاجره کړې وه.
پولیسو ویلي دي چې مقتول به په ښوونځي کې د هغه افغانانو سره چې د الماني ژبه کې ستونزه درلوده مرسته کوله او هغوی ته به يي د الماني ژبې درس ورکولو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه