په تركيه كې د فرخندې په ياد غونډې وشوې.

د تركيې د پلازمېنې انقرې سربېره د استانبول، قيصريې، ترابزون، ارضروم، زونګولداك او يو شمېر نورو ښارونو كې د افغان محصلينو او د مدني ټولنو لخوا پرون ماښام د فرخندې په ياد بېلابېلو غونډې وشوې او شمعې روښانه شوې.

286512

په انقره كې يو شمېر محصلينو د افغانستان د سفارت په مقر كې د يوې غونډې په ترڅ كې د فرخندې وژنه وغندله او هغه ذهنيت يې محكوم كړ چې د نوموړې وژنه يې توجيه كړې وه.
پدې غونډه كې د فرغندې د غميزې سربېره د ۳۱ تنو افغانانو د خوشې كولو غوښتنه هم وشوه چې څو مياشتې وړاندې د زابل ولايت په مربوطاتو كې د نامعلومو وسله والو كسانو لخوا تښتول شوي ول او تر اوسه يې سرنوشت معلوم نه دى.
د غونډې په پاى كې ګډه اعلاميه هم خپره شوه چې پكې د فرخندې د وژنې عاملينو ته د سزا وركولو غوښتنه شوې ده.
په اعلاميه كې همداراز د افغان مقاماتو نه په كلكه غوښتنه شوې ده چې د ۳۱ تنو تښتول شوو افغانانو د خوشې كولو په برخه كې لا زياتې هلې ځلې وكړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه