د اروپا د فوټبال فدراسیون افغانستان سره ۱۰۰ زره ایرو مرسته کوي
د اروپا د فوټبال فدرسیون په افغانستان کې د فزیک تداوۍ د فعالیتونو نه د ملاتړ په خاطر د ۱۰۰ زرو ایرو مرستې ژمنه وکړه .
د اروپا د فوټبال فدرسیون په افغانستان کې د فزیک تداوۍ د فعالیتونو نه د ملاتړ په خاطر د ۱۰۰ زرو ایرو مرستې ژمنه وکړه .
د اورپا د فوټبال فدرسیون په رسمي پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې په افغانستان کې د سور صلیب د کمیټي نه د ملاتړ په موخه به د سور صلیب سره ۱۰۰ زره ایرو مرسته وکړي.
د اروپا د فوټبال فدراسیون ریس مایکل پلاتین په نوموړو څرګندونو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو او قربانیانو سره د سور صلیب مرستې او ټولنې ته د هغوې د راستنولو په برخه کې هلې ځلې ستایلي دي او ددې مبارزې نه يي د ملاتړ په خاطر د نوموړې کمیټې سره د مرستې ژمنه کړې ده . پلاتین ویلي دي ددې وړې مرستې سره غواړو چې ددې مبارزې نه خپل ملاتړ څرګند کړو.
د ویلو ده چې دا مرسته به د ریل مادرید د فوټبال لوبډلې نامتو لوبغاړي کرستینو رونالدو او توني کروس یادې شوې کمیټې ته ورکړي.