په افغانستان کې د ترکیې په مرسته د نجونو پوهنتون جوړیږي

252308
په افغانستان کې د ترکیې په مرسته د نجونو پوهنتون جوړیږي

ترکیه په افغانستان کې د نجونو پوهنتون جوړوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په ویاړ په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د ترکیې په مرسته به د نجونو لپاره یو مجعز پوهنتون جوړ کړي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې د نوموړي پوهنتون د جوړولو لپاره چې یواځې به پکې نجونې زده کړې کوي د ترکیې نه مرسته ترلاسه کړې او په نږدې راتلونکې به د پوهنتون د جوړولو په چارو پیل وشي.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه چې دا پوهنتون به په افغانستان کې د نجونو لومړنی او یواځنی پوهنتون وي . ولسمشر غني پدې مراسمو کې د ترکیې د مرستو نه هم مننه وکړه .
ولسمشر غني د هیواد په هرو برخو کې د ښځو په فعالې ونډې د ټینګار سره وویل چې په هیواد کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په خاطر به مبارزې ته دوام ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه