مشرف: كه افغانستان سوله غواړي نو د هند مخه دې ونيسي.

د پاكستاني پخواني ولسمشر پروېز مشرف د امريكا د والسټريټ جوړنال ورځپاڼې سره په مركه كې، په افغانستان كې د سولې او د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه مهمې څرګندونې وكړې.

237172
مشرف: كه افغانستان سوله غواړي نو د هند مخه دې ونيسي.

مشرف وويل چې كه چېرې افغانستان په هېواد كې د سولې هيله لري نو په هېواد كې دې د هندوستان د نفوذ مخه ونيسي. مشرف د خپلې مركې پرمهال دا هم وويل چې د افغانستان په روانه جګړه كې د هند او پاكستان دواړو لاس وو. نوموړي همداراز وويل چې پاكستان او هندوستان دواړه بايد په افغانستان كې د نيابتي جګړې نه لاس واخلي.
مشرف په افغانستان كې د مخالفو وسله والو ډلو نه د ملاتړ په اړه وويل چې په افغانستان كې د هندوستان پر وړاندې مبارزه زموږ دنده ده.
دا دويم ځل دى چې پروېز مشرف د پاكستان لخوا په افغانستان كې د نيابتي جګړې پر شتوالي اعتراف كوي. مشرف پخوا ويلي وو چې پاكستان د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد كرزي پر حكومت باندې فشار راوړى وو. ځكه د كرزي حكومت د هندوستان سره مرسته كوله تر څو پاكستان له شا نه ووهي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه