د تركيې بورسونو ته د نوم ليكنې د لارو چارو په اړه ځانګړې مركه

د مركې پدې برخه كې د نوم ليكنې پر مهال د مهمو ټكو او د زده كوونكو د تېروتنې په اړه بحث شوى دى.

222830
د تركيې بورسونو ته د نوم ليكنې د لارو چارو په اړه ځانګړې مركه

لكه څرنګه چې مو پخوا هم يادونه وكړه چې د تركيې د تحصيلي بورسونو لپاره د آزموينې پر ځاى، په آنلاين ډول د نوم ليكنې د فورمه ډكيږي. دا فورمه د آزموينې هومره اعتبار لري. يو زيات شمېر زده كوونكي د فورمې د ډكولو پر مهال تېروتنې كوي چې دا پخپله د بورسونو نه د دوى د محروميت سبب ګرځي.

د مركې لومړۍ برخه: د بورسونو په اړه عمومي معلومات او سهميه پدې لېنك كې وګورئ؟


پوښتنه: يو زيات شمېر زده كوونكي شكايت لري چې زموږ ټول اسناد برابر دي. نوم ليكنه مو هم په سمه توګه ترسره كړې ده. ددې سره ولې د انټرويو لپاره غوښتل شوي نه يو؟
ځواب: لكه څرنګه چې پوهېږئ موږ هر كال يواځې ۵۰۰۰ كسانو ته بورس وركولاى شو. ۱۰۰۰ بورسونه يواځې د تركي ژبې او ادبياتو د زده كړې لپاره وركول كيږي. د ۴۰۰۰ زره بورسونو د ترلاسه كولو لپاره د تېر كال د نړۍ د ۱۷۶ هېوادونو نه ۸۲ زره ۵۰۰ كسانو آنلاين مراجعه كړې وه. د ۸۲ زره كسانو د جملې نه يواځې ۵ سلنه يې په تركيه كې د زده كړو حق ترلاسه كولاى شي. يعنى د هرو ۱۰۰ كسانو نه ۹۵ كسان يې په طبعي ډول نشي كولاى چې بورس ترلاسه كړي. يواځې ۵ تنه يې بريالي كيږي. زده كوونكي دې دې ټكي ته په پام سره مراجعه وكړي.
دويمه مهمه موضوع د نوم ليكنې پرمهال تر ټولو مهمه تېروتنه ، د زده كوونكو لخوا د رشتو د انتخاب په برخه كې ده. د بېلګې په ډول يو زده كوونكى چې په لېسه كې يې د طبعي علومو د نمرو اوسط تر ۹۰ سلنې ټيټ وي د طب پوهنځني ته مراجعه نشي كولاى. يا هغه كسان چې په لېسه كې يې د رياضي او فزيك د نمرو اوسط تر ۷۵ سلنې ټيټ دى خو دى بيا د انجينرۍ پوهنځنى انتخابوي. دا ډول انتخابونه په اتوماتيك ډول د نوم ليكنې د بهير د ردولو سبب كيږي. زده كوونكي بايد لومړى د خپلې سويې سره موازي رشتې انتخاب كړي.
دريمه مهمه موضوع د زده كوونكي بيا د نوم ليكنې په فورمه كې `` نيت ليك`` دى. نيت ليك چې په انګليسي كې ورته Letter of Intent یا Statement of purpose هم ویل کیږي په اصل كې هغه ليك ته ويل كيږي چې زده كوونكى پكې د خپلې خوښې د رشتې د انتخابولو لامل ذكر كوي. د نيت ليك ډېر اهميت لري. پدې لېك كې زده كوونكى بايد هغه حقيقي لاملونه ذكر كړي چې د خپلې خوښې د رشتې د انتخاب په برخه كې يې رول لوبولى دى. يواځې `شوق او علاقه` د رشتې د انتخاب په برخه كې كافي نه ده. داسې ډېر دلايل بايد وړاندې كړي چې له مخې يې د خپلې خوښې رشته انتخاب كړې ده.


پوښتنه: د ارزوونې پرمهال په نيت ليك كې كومو ټكو ته دقت كوئ؟
ځواب: له هر څه نه وړاندې د زده كوونكي نه په لومړي سر كې پوښتنه كيږي ``ولې دې دا رشته انتخاب كړې ده؟`` ددې پوښتنې د ځواب په رڼا كې دويمه پوښتنه دا ده چې `` د خپلې راتلونكې په اړه څه فكر كوې؟ په راتلونكې كې كومه دنده غواړې؟``
داوړو پوښتنو ته د زده كوونكو ځواب معمولاً له يو بل سره په ټكر كې وي. د بېلګې په ډول زده كونكي د طب رشته انتخاب كړې ده خو غواړي چې په راتلونكې كې په دولت كې د وزارت په څېر سياسي دنده ولري. دا ډول خطاګانې د زده كوونكو د نوم ليكنې د باطلېدو سبب ګرځي. په لنډه توګه دلته دوه مهم ټكي په نظر كې نيول كيږي. ۱- د زده كوونكي سوانح او اسناد بايد د نوموړي د خوښې د رشتې سره اړخ ولګوي. ۲- د راتلونكې په اړه د زده كوونكي پلانونه هم بايد د نوموړي د خوښې رشتې سره اړخ ولګوي. د زده كوونكو د ارزوونې پرمهال زموږ مسلكي ټيم، د نوم ليكنې په فورمه كې لاندې پوښتنو ته قانع كوونكي ځوابونه لټوي.
۱ – آيا زده كوونكي د انتخاب كړې رشتې د كاري ډګر په اړه پوره معلومات لري؟
۲ – آيا زده كوونكى د خپل ځان په اړه د انتخاب كړې رشتې سره د مناسبې راتلونكې لپاره پلان لري؟
۳ – آيا په تركيه كې د انتخاب كړې رشتې په اړه يې پوره معلومات حاصل كړې دي؟
لنډه دا چې كه چېرې په نيت ليك كې پوتنيو پوښتنو ته په مستقيم يا غير مستقيم ډول ځوابونه وركړل شوي وي، زده كوونكى د انټرويو لپاره غوښتل كيږي.
يادونه: د نوم ليكنې د فورمه د ډكوولو پرمهال كوښښ وكړئ چې ساده جملې وكاروئ او فورمه پخپله ډك كړئ. كه چېرې فورمه ستاسې لپاره د بل چا لخوا ډك شوى وي او معلومات مو له سويې لوړ وي نو ارزوونكې ډله پدې پوهيږي چې دا فورمه تاسې نه دى ډك كړى. ځكه يې باطلوي.


پوښتنه: ډېرى زده كوونكي، په فورمه د خوښې د مصروفيت يا هابي``Hobby`` د برخې د ډكوولو په اړه ستونزې لري. هابي څه شى دى او څه ډول رول لري؟
ځواب: كه څه هم د هابي برخه په يواځې ځان كومه ځانګړې معنى نه لري خو د اورزنې په ټيم كې داسې روانشناسان لرو چې هغوى پدې خانه كې د معلوماتو په اساس كولاى شي چې د زده كوونكي د راتلونكې په اړه وړاندوينه وكړي. د بېلګې په ډول زده كوونكى د نوم ليكنې پرمهال د طب پوهنځى انتخابوي خو د هابي په خانه كې بيا ليكي چې سپورټ سره ډېره مينه لري، هره ورځ دوه ساعته فوټبال كوي او داسې نور ... تاسې پوهېږئ چې د طب د پوهنځي درسونه سخت دي او محصلين يې هم ډېر وخت نه لري. ددې امله د ورځې دوه ساعته فوټبال كول او د عين كې د طب د پوهنځي د ويلو هيله سره اړخ نه لګوي.ددې امله ددې زده كوونكي فورمه باطليږي. په ورته ډول كه څوك غواړي چې د سياست، ژورنالېزم او ورته نورو اجتماعي علومو په برخو كې زده كړې وكړي خو د هابي په خانه كې يې ليكلي وي چې `` تر ټولو ښه مصروفيت يې د كتاب ويل دي``، دا هم ستونزه رامنځته كوي. ځكه چې اجتماعي علوم د كتاب ويلو ترڅنګ د اجتماعي فعاليت يوه مهمه برخه هم ده.
لنډه دا چې زموږ مسلكي ټيم د هابي په خانه كې د معلوماتو نه دا پته لګولى شي چې زده كوونكى كه هر څومره بريالى هم وي، د خپلې كورنۍ نه لرې په پردي هېواد كې، پردي كلتور او پردۍ ژبې باندې د تحصيل لپاره په رواني ډول څومره تيارى لري؟ زده كوونكو ته ښايي چې پدې خانه كې خپل د ډاډ وړ معلومات وليكي.


پوښتنه: د نوم ليكنې بهير د كومو تخنيكي شرايطو لاندې اروزول كيږي؟
ځواب: د نوم ليكنې بهير دوه پړاوونه لري.
۱ – لومړى پړاو په ټوليزه توګه د كمپيوټري سيسټم لخوا ترسره كيږي. زموږ كمپيوټري سيسټم هغه نوماند زده كوونكي چې عمرونه يې د بورس لپاره مناسب نه وي، اسناد يې نيمګړي وي، د نوم ليكنې پرمهال يې اشتباه كړي وي او په لنډه توګه ناسم معلومات يې درج كړي وي په اتوماتيكه توګه يې فورمه د كمپيوټر لخوا باطليږي.
۲ – په دويم پړاو كې بيا زموږ د ادارې د يوې مسلكي ډلې لخوا فورمې يو ځل بيا ارزيابي كيږي. دا بهير ټول په پلازمېنه انقره كې ترسره كيږي.

 

نوټ: د تركيې غږ په پام كې لري چې د نوم ليكنې د بهير د پيل سره سم د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نوم ليكنې نه نيولې تر وروستي پړاوه پورې ټول اړين معلومات د يو ځانګړي لارښود له لارې خپاره كړي.
پدې برخه كې د زده كوونكو پوښتنو ته به هم ځواب وركړل شي. زموږ د فېسبوك او ټويټر د پاڼو سربېره په وېبپاڼه كې د اړيكو د ټڼۍ نه هم موږ سره د برېښناليك له لارې اړيكې نيولى شئ.

 


 


پيوندونه:

اړوند خبرونه