د امريكا سره د طالبانو خبرې اترې

د رويټرز خبري آژانس د يو خبر څرګنده كړه چې افغان طالبانو په هېواد كې د سولې لپاره د امريكايي مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره لېوالتيا ښودلې ده.

223461
د امريكا سره د طالبانو خبرې اترې


د رويټرز خبري آژانس د يو خبر څرګنده كړه چې افغان طالبانو په هېواد كې د سولې لپاره د امريكايي مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره لېوالتيا ښودلې ده.
طالبانو نږدې يوې سرچينې رويټرز ته ويلي دي چې د دوى د خبرو اترو پلاوى به په قطر كې د امريكايي مقاماتو سره په افغانستان كې د سولې په اړه خبرې اترې وكړي. دا پداسې حال كې ده چې تر اوسه پورې ددې موضوع په اړه امريكايي چارواكو غبرګون نه دى ښودلى.
ټاكل شوې ده چې د خبرو اترو لومړى پړاو به نن په قطر كې پيل شي. په قطر كې د طالبانو يو تن لوړپوړي چارواكي څرګنده كړه چې نن د پنجشنبې او سبا د جمعې په ورځو كې به امريكايي چارواكو سره د سولې د خبرو اترو د محتوا په اړه بحث وشي.
دا پداسې حال كې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په پلازمېنه كابل كې د سولې د خبرو اترو په موخه مشورتي غونډې پيل كړي دي. افغان ولسمشر د تېرو ورځو په اوږدو كې د يو شمېر قومي، سياسي او ټولنيزو مخورو په ګډون د يو زيات شمېر كسانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه مشورتي غونډې ترسره كړې.
له كابله د پاكستان د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز راحيل شريف د تېرې ورځې د ليدنې پرمهال هم د طالبانو سره د خبرو اترو د موضوع پر سر بحث شوى وو. شريف د ولسمشر غني سره په ليدنه كې څرګنده كړه چې طالبان د مارچ د مياشتې پورې د سولې د خبرو اترو پايلې څرګندې شي.
لوى درستيز ته نږدې سرچينې رويټرز څرګنده كړه چې `` دوى `طالبانو` د خبرو اترو لپاره لېوالتيا ښودلې ده. كيداى شي چې د مارچ د مياشتې پورې به يې پايلې څرګندې شي. خو دا بهير به چټك او آسانه نه وي. ددې سره سره تر اوسه پورې د خبرو اترو لپاره كوم مهالوېش نه دى ټاكل شوى.
تر اوسه پورې ارګ هم د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه رسمي غبرګون ښودلى نه دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه