په جلال آباد کې د پولیسو په یو رینجر چاودنه وشوه.

216109
په جلال آباد کې  د پولیسو  په یو رینجر چاودنه وشوه.

په جلال آباد کې د پولیسو په یو رینجر چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د سهار په شاوخوا نهو بجو د جلال آباد د ګمرک تر څیرمه د پولیس په یو رینجر د سړک د غاړې ماین وچاودید.
په پیښه کې دوه تنه ملکي وګړي او دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي د پیښې پخلی وکړ او وویل چې پیښه نن د سهار په په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تویټر له لارې په کړو څرګندونو کې د برید د مسولیت په منلو سره ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد د کبیرپول په سیمه کې د پولیسو په رینجر برید کړی دی .
طالبانو پدې برید کې افغان پولیسو ته د ځاني زیان اړولی ادعا کړې ده .

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم د جلال آباد کې د ولایتي شورا په یو تن غړې انګیزه شینوارې په موټر چاودنه شوې وه.
د تیرې ورځې په چاودنه کې یو تن مړ او ۴ تنه ټپیان شوي وو. د تیرې ورځې په چاودنه کې د ولایتي شورا غړې انګیزه شینوارې سخته ټپۍ شوې ده چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه