خوست کې د والي په دفتر ډله ییز ځانمرګي بریدونه شوي

175405
خوست کې د والي په دفتر ډله ییز ځانمرګي بریدونه شوي

د افغانستان د خوست په ولایت کې د ووالي په دفتر  ډله ییز ځانمرګي بریدونه وشول.
د یاد شوي ولایت د امنیې قومندان غیرت خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې پر مهال د ولایت په مقام ډله ییز برید وشو. نوموړي وویل چې لومړی یو تن ځانمرګي د ولایت په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته نورو ولایت مقام ته د ننوتو هڅه وکړه.
د چاودنې نه وروسته د برید کوونکو او پولیسو ترمنځه نښته پيل شوه چې برید کوونکي د پولیسو لخوا له خپو وغورځول شول.
د نوموړي په وینا په برید کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي . غیرت وویل چې ځانمرګیو برید کوونکو د پولیسو د اکادمۍ ترڅنګ هم د پولیسو سره نښته کړې ده.
د نوموړي په وینا برید د درې تنو لخوا شوی دی چې ټول د پولیسو لخوا وژل شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه