كابل ته د جنرال راحيل د سفر پټه اجندا

د پاكستان د وسله والو ځواكونو لوى درستيز جنرال شريف راحيل نن غرمه د يو ناڅاپي سفر په ترڅ كې كابل ته لاړ.

151193
كابل ته د جنرال راحيل د سفر پټه اجندا

سره پدې سفر كې د شريف سره د پاكستان د استخباراتو آى اېس آى مشر هم ملتيا كوي. شريف به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د نظامي چارواكو او آيساف د قوماندان سره ليدنې وكړي.
پاكستاني خبري رسنۍ افغانستان ته د راحيل شريف د سفر موخه د پاكستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په اړه افغان چارواكو ته خبردارى دى.
پاكستاني چارواكي پدې اند دي چې ملا فضل الله او ورسره ډله يې د افغانستان په ختيځ كې د كنړ او نورستان په ولايتونو كې مېشت دي او له دې ځايه پر پاكستان د بريدونو پلانونه جوړوي.
د پاكستان نظامي چارواكي پدې اند دي چې پېښور كې پر يو نظامي ښوونځي باندې بريد هم چې پكې لږ ترلږه ۱۴۰ تنه ووژل شول په افغانستان كې پلان شوى وو.
د پاكستان د اېكسپرس تربيون د ورځپاڼې د خبر په اساس پاكستاني نظامي چاوراكو ګواښ كړى دى چې كه چېرې د تحريك طالبان پاكستان د مشرانو په نيولو كې افغانستان مرسته ونكړي او يا هم پر پاكستان د نوموړې ډلې په بريدونو كې پاتې راشي نو دوى به په په افغانستان كې د نظامي عملياتو پر فكر غور وكړي.
د بله پلوه بيا افغان حكومت د خپلو پاكستاني سيالانو نه د حقاني د شبكې د مشرانو د سپارلو غوښتنه كوي. د افغانستان امنيتي چارواكي وايي چې د حقاني شبكه د افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاكستان په سرحد كې دننه فعاله ده. ددې سره سره پاكستان پرې سترګې پټوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه