د افغانستان نه د دفاع په تور د بند سزا

د امريكا د متحدو ايالتونو د بشري حقونو يوه فعاله كېتې كيلي Kathy Kelly په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو په هوايي بمباريو كې د وژل شوو ملكيانو نه د يادونې په تور په بند محكومه شوه.

147850
د افغانستان نه د دفاع په تور د بند سزا

د امريكا د متحدو ايالتونو د بشري حقونو يوه فعاله كېتې كيلي Kathy Kelly په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو په هوايي بمباريو كې د وژل شوو ملكيانو نه د يادونې په تور په بند محكومه شوه. كېتې د دسمبر په لسمه د بشري حقونو په نړيواله ورځ د يوې په ترڅ كې د افغانستان په اړه د امريكا په نظامي سياست باندې سختې نيوكې وكړې او د بې پيلوټه الوتكو د هوايي بريدونو په پايله كې د ملكي افغان وګړو وژنه يې وغندله.
د روان ميلادي كال د جون د مياشتې په لومړۍ نېټه د بشري حقونو فعالې كېتې كيلي Kathy Kelly د خپلې يو بلې ملګرې جورجيا والكر Georgia Walker سره په هغه لاريون كې هم ګډون كړى وو چې په افغانستان كې د امريكا په هوايي بريدونو كې د ملكي وګړو د مرګژوبلې د غندلو په موخه په امريكا كې ترسره شوى وو.
د بله پلوه په لوديځ كې يو شمېر نورو فعالانو بيا د امريكايي قضايي مقاماتو پدې دريځ باندې نيوكه وكړه او دا يې د نوموړي هېواد دوه مخى سياست وبللو. كيلي د بند د سزا په اړه خبريالانو ته وويل چې `` په افغانستان او نوره نړۍ كې د بې وزلو او بې ګناه انسانانو د حقونو نه د دفاع په تور ماته سزا راكړل شوې ده. ددې فرصت نه به په ګټې پورته كولو سره په زندان كې د بنديانو سره ليدنې كتنې وكړم او د جګړې پر وړاندې به د نوموړو ذهنونه روښانه كړم.``
يو شمېر پوهان پدې اند دي چې په امريكا كې د بيان آزادي د ترهګرۍ سره د جګړې په بهانه د ستونزو سره مخامخ ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه